Home / خبر /

سرور دانش: د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي

د جمهور ريیس دویم مرستیال وایي، د نارینه‌وو ترڅنګ ښځې هم کولای شي په سیاست، اقتصاد او مدیریتي برخه کې له ځانه وړتیا وښيي.

د جمهور ريیس دویم مرستیال سرور دانش د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی «ص» او د هغې د مېرمنې خدیجةالکبرا رضی الله تعالی عنها  په یاد غونډه کې وویل، د ښځو پر وړاندې ناوړه کړنې چې د اسلام له ادرسه کېږي، له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري او له افراطیزم څخه  سرچینه اخلي.

ښاغلي دانش په دې غونډه کې د اسلام ظهور د هر ډول دوه ګوني چلند پای وګاڼه او زیاته یې کړه؛

((تاریخي حقیقتونه د هغو عقایدو پر وړاندې د رد ځواب دی چې د اسلام له نوم یې په ګټې ښځې په کورونو کې زنداني کړي او هغوی ته د کم ارزښته او د نارینه‌وو په پرتله د ټېټې طبقې او کمو حقوق لرونکو په سترګه ګوري.))

په ورته وخت کې په دې غونډه کې  د فقې او حقوقو ټولنې رییس ایت الله علي دوست، تېر زمان د افغان ښځو پر وړاندې د تاسف وړ وباله او زیاته یې کړه، د ښځو پر وړاندې د روان  تاوتریخوالي په اړه د دیني عالمان سکوت پر دې بدې پدیدې د تایید د مهر په مانا دی.

((د افغان ښځو تاریخ پر دوی د نارینه‌ او نورو له‌خوا د ظلم او جفا څخه ډک دی. یو شمېر د اسلام تر شعار لاندې راغلل او پر دې وضعیت یې د تایید مهر ولګاوه. دا ظلمونه له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري.))

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هېواد لوی څارنوالۍ هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو خبر ورکړی،  په داسې حال کې  چې ملګري ملتونه د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۸۷ فیصده زیاتېدو خبره کوي او د  افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۴۰۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

نظیفه رحمتي- شیبه راډیو کابل

Tags: