چارواکي: په کونړ کې درې کرنیزې پروژې پلي کېږي

ددې ولایت د کرنې رییس وايي په یادو پروژو اته نیم میلیونه افغانۍ لګښت کیږي، چې شاوخوا لس زره کسان به یې په مستقیم ډول له ګټې برخمن شي.

د کونړ حکومتي مقامات وايي؛ د کرنې درې بیلابیلې پروژې یې پیل کړي، چې پرمټ به يې د کرنې د ودې او د کروندګرو ژوند ښه والي ته ځانګړې پاملرنه وشي.

په دغو پروژو کې د تخمونو ساتلو یو لوی ګودام، د اوبو سربند او د یوې لویې ویالې جوړول شامل دي، چې نهه سوه زره جریبه ځمکې ته به د اوبو رسولو اسانتیاوې برابرې کړي.

د کونړ د کرنې رییس انعام الله ساپی وايي د اوبو سربند او ویالې جوړولو له کبله زرګونه جریبه ځمکه خړوبیږي او له دې پروژو  څخه به اته زره کسان ګټه واخلي.

د کرنې رییس وايي؛ ددغو پروژو لپاره یې د اسمار ولسوالۍ؛ ځکه ټاکلې، چې د شاوخوا پرتو څلورو نورو ولسوالیو اوسیدونکو ته یې هم ګټه رسول کیږي.

نوموړي وویل، چې د تخمونو ساتنې لپاره جوړیدونکی ګودام به ۱۵۰ میټریک ټنه تخمونو د خوندي ساتلو ظرفیت ولري.

 چارواکي وايي د یادو پروژو لګښت د کرنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي، چې په شاوخوا یو کال کې به یې کار بشپړ شي.

د کونړ د ولایتي شورا استازي هم د یادو پروژو پر پيلولو خوښ دي او وايي، چې د ښه  او معیاري تطبیق لپاره به یې له کارونو نظارت کوي.

د ولایتي شورا منشي ملک شیرزمین:

(( انشا الله ولایتي شورا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د هرې پروژې څخه څنګه چې لازمه ده د قانون په چوکاټ کې نظارت کوي))

ولسي خلک او کروندګر هم خوشاله دي، چې سیمه کې یې رغنیزې چارې ترسره کیږي؛ خو د ورته پروژو د دوام غوښتنه کوي.

(( که چیرته ویالې جوړې شي او اوبه زراعتي ځمکو ته ورسیږي دا دهقانان به له مشکل څخه خلاص شي دلته ویالې جوړې نه دي او که جوړې دي خامه ده چې ډیرې اوبه ضایع کوي او ویالې د غره لمنو کې دي چې له شکو څخه هم ډکیږي))

کونړ د هیواد ختیځ کې پروت یو غرنی ولایت دی، چې هواره ځمکه یې کمه ده او ډیر خلک يې د کرنې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.

توریالی همت شیبه راډیو/ جلال اباد

 

Tags: