تر هغې وروسته چې جمهور رییس د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې طرحه وړاندې کړه او له مخې یې وسله والو طالبانو ته د تېر په پرتله د پام وړ غوښن وړاندیزونه وکړل، اوس د سولې عالي شورا رییس په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی کال هیله بښونکی بولي.
محمد کریم خلیلي چې په ارګ کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل:
"موږ به راتلونکی کال په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره د پام وړ ګامونه واخلو. زه راتلونکی کال یو غوره کال ګڼم او افغانانو ته ډاډ ورکوم چې د سولې عالي شورا به له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي. باور لرم چې وسله وال مخالفین هم له موږ سره یو ګډ ټکی لري او هغه دا دی چې جګړه د حل لار نه بولي."
داسې ښکاري چې اوس د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه دا شرایط برابر دي، څو په افغانستان کې ښکېلې خواوې د سولې خبرو اترو مېز ته کېني او روانه جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا پر دې خبره د ټینګار ترڅنګ وايي:
"زما په اند اوس د سولې خبرو اترو لپاره ډېر شرایط برابر شوي، خو حکومت ته په کار ده چې څه نا څه له خپل دريځ څخه تېر شي؛ نو په هېواد کې به سوله او ارامي راشي. که حکومت داسې ګامونه واخلي چې د طالبانو باور خپل کړي، نه یوازې دا چې طالبان به سولې ته غاړه کېږدي، بلکې ملت به یې هم اړ کړي، څو له افغان حکومت سره سوله وکړي."
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی مولوي تره خېل محمدي د سولې په اړه د حکومت له لوري وړاندې شوې طرحه مثبته بولي او پر وسله والو طالبانو غږ کوي، که رښتیا هم د ولس ارادې ته ژمن دي؛ نو جګړه دې پای ته ورسوي.
"پر طالبانو غږ کوم چې راشئ، خپل هېواد نور مه ورانوئ او خپله یې جوړ کړئ. دا ملت ته څرګنده کړئ چې حکومت درسره ډېپلوماسي کوي او سوله نه غواړئ او که تاسې یې نه غواړئ؟ که هر لوری په هېواد کې سوله ونه غواړي، افغانان به یې پر وړاندې درېږي؛ ځکه افغانان د سولې تږي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د کابل پروسې په غونډه کې د سولې په تړاو د حکومت له لوري وړاندې شوې طرحې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه یې هرکلی وشو.
تازه د امریکا دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال له جمهور رییس اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي، د امریکا متحد ایالاتونه نه یوازې د جګړې، بلکې د سولې له لارې هم د افغانستان د قضیې حل غواړي او د سولې په اړه وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت د وړاندیزونو، له پاکستان سره دولت په دولت د خبرو اترو د پیل بشپړ ملاتړ کوي.
شېبه راډیو، کابل