اصلي منځپانګه دانګل

د سوداګرۍ اوصنایع خونې مسولان: د حکومت د نه پاملرنې له کبله د افغانستان جلغوزې د پاکستان په نوم صادرېږي

 افغانستان په روان کال لمریز کال کې یو میلون  اوولس زره  ټنه تازه او وچه میوه بهر ته صادره کړې، چې د وچې میوې زياته برخه يې جلغوزي تشکيلوي.

اوس د سوداګرۍ او صنايعو خونو مسؤلين چې د جلغوزيو صادراتو پر وړاندې د ستونزو څيړلو په يوه غونډه کې يې خبر کولې وايي، چې د جګړو له امله د جلغوزيو زيات ځنګلونه له منځه تللي دي او ښيي دا چاره د يادې مېوې پر صادراتو هم اغير وکړي.

سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيا خانجان الکوزی يې په اړه وايي.

"سږکال دمیوو په برخه کې  نړۍ ته موږ یو میلون اولس زره ټنه صادرات درلودل چې له دې جملې څخه یې دوه لکه و اتلس زره  ټنه یې تازه میوه  او اتیا زره ټنه نوره یې وچه میوه ده. په وچه میوه کې زیاته برخه  جلغوزه، بادام، پسته او چهارمغز دي چې نورو هېوادونو ته صادر شوي."

په ورته وخت کې د جلغوزيو  اتحادیې رئيس یحی ځدران په دې برخه کې د حکومت له نه پاملرنې او شکايت ترڅنګ وايي، چې حکومت باید د يادې میوې د پروسیس او صادارتو لپاره لازم امکانات برابر کړي.

"د افغانستان په سوېلي او ختیځو  ولایتونو کې د جلغوزې تولید یوه ملي پروسه ده او له دې لارې د تخمین په شکل هر کال ۱،۲ میلیارده ډالر لاسته راتلای شي، همداراز د امنیت او کاري فرصتونو د رامنځته کیدو لپاره هم مرسته کولی شي."

دغه راز که څه هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د حکومت نه پاملرنه مني، خو يادو انديښنو ته په ځواب کې وايي چې حکومت د جلغوزو له اتحاديې او په ټوله کې له خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی.

"افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري خو له بده مرغه هغه ډول چې پکار ده کار ورته نه دی شوی، او زه د خصوصي سکټور څخه مننه کوم چې په هېواد کې پانګونه کوي او دا زموږ مسوولیت دی چې ملاتړ یې وکړو." 

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په تیرو ۱۰ میاشتو کې   ۱۰۱۰  ټنه جلغوزي د ۹ میلونه ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته صادر کړي .

په افغانستان کې د دې میوې ټوله ساحه ۴۳ زره هکټاره ځمکې ته رسي چې ډیری په خوست ، پکتیا، پکتیکا،ننګرهار او لغمان کې دي.

خاطر پردیس

شېبه راډیو- کابل