اصلي منځپانګه دانګل

افغان سوداګر: حکومت دې له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه دسیاسي اختلافاتو نه قرباني کوي

له هند، منځنۍ اسیا او له دې لارې له اروپايي هېوادنو سره د اقتصادي اړیکو پياوړتيا هغه څه دي، چې په تیرو دریو کلونو کې د ملي يووالي حکومت لويه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

خو شنونکي له پاکستان سره د سوداګرۍ ګراف ټيټېدو او  پر ځای يې د جنوبي اسيا له يو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختيا، د حکومت له لورې د هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې نا انډولتوب ګڼي.

افغان سوداګر هجرت الله ځواک له شیبه راډيو سره په خبرو کې وايي، له تیرو دریو کلنو راپدیخوا له پاکستان سره د ده په سوداګرۍ کې ۵۰ فیصده کموالی راغلی:

"هغه سوداګرو چې له دې هېواد سره راکړې ورکړې درلودې ۵۰ فیصده یې کچه راښکته شوې او سوداګرو زیات زیان لیدلی، زما له حکومتڅخه غوښتنه داده، چې له پاکستان او نورو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي."

په ورته وخت کې اقتصادي شنونکی محب شریف يادو څرګندونو ته په اشارې سره وايي،  افغان حکومت باید اقتصادي اړیکي د سیاست تر  سیوري لاندې را نه ولي:

"په پرمختللو هېوادونو کې هم دغه حالت شته، چې اقتصاد یې دسیاست قربانی کیږي  او زموږ په هېواد کې کله چې سیاسي ثبات نه وي، نو همدغه لامل دی چې  له یو شمېر هېوادونو سره مو اقتصادي اړیکې د سیاست تر تاثیر لاندې راځي."

خو د صنایع او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي اړیکو کې توازن ساتلی او زياتوي چې يادې اړيکي به لا پیاوړې شي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندی يې په اړه وايي:

 "موږ په دریو کالونو کې هڅه وکړه چې ځان د یوه هېواد له اتکا څخه خلاص کړو او افغانستان له ټولو ګاونډویو هېوادنو سره د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره ښې اړیکي ساتلي او ساتي يې." 

درې کاله وړاندې افغانستان له پاکستان سره شاوخوا  ۳ میلیارده ډالره راکړه ورکړه درلوده، خو دغه رقم په تیرو دریو کلنو کې ۱،۲ میلیارده ډالرو ته راښکته شو، چې دشنونکو په باور دغه توپیر له ګاونډيو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې انډول ماتولی شي.

خاطر پردېس
شېبه راډیو- کابل