د خپرونو معلومات
د پروګرام پروګرامونه
5 Doost (5 Friends)
( پنج دوست) يا پنځه ملګري- دا ثبتېدونکې خپرونه ده، چې هره جمعه له ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ بجو پورې خپریږي. پنځه ملګري هغه ټولنیزه خپرونه ده چې پنځه ملګري پکې تفریحې، ټولنیز،هنري او نورو مسايلو په اړه خبرې اترې کوي.
په دې خپرونه کې د کلتور په هکله معلومات، د سینما په هکله معلومات، د نړۍ زړه راښکونکې ځایونو معرفې کول،د نامتو څیرو پیژندنه او نورپه زړه پورې او خواږه موضوعات شته.
Naway Dehkada
نوای دهکده- دا يوه ثبتي خپرونه ده چې هره جمعه له ۹:۰۰ تر۱۰:۰۰ بجو پورې خپریږې.
نوای دهکده يوه تفریحې خپرونه ده چې هره اوونۍ د یوې سندرغاړې/سندرغاړي پیژندنه او د یوې موسیقۍ آلې پر معرفۍ پیلیږي.په هره خپرونه کې میلمانه هم دعوت کیږي او د یوې اوونۍ غوره سندرې هم په کې خپریږي.
شېبه داستاني لړۍ – دا يوه ثبتي خپرونه ده چې هره شنبه او یکشنبه د شپې له ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې خپریږې.
په دې يو ساعته خپرونه کې کیسې، ناولونه او نور مهم مطالب چې د نړيوالو کيسه ليکونکو له خوا ليکل شوي په خوږه ژبه وړاندې کيږي.
18+
۱۸پلس- دا خپرونه له سې شنبې څخه تر پنج شنبې پورې د مازديګر له ۵:۰۰ تر ۶:۰۰ بجو په ژوندۍ بڼه خپريږي.
د ۱۸ پلس په خپرونه کې د ځوانان، کورنيو او هغو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کيږي چې د ټولنې بېلابېل قشر په تېره ځوانان ورته اړتيا لري.
Petawy (Comedy Program)
پیتاوی ( کامیډي یا خندوونکی پروګرام)-پیتاوی يوه کامیډي خپرونه ده او چلوونکي يې د افغانستان غوره او نامتو ممثلين دي لکه:ممنون مقصودې،حامد ناصري او رحمت الله اندړ دي.
پیتاوی هغه خپرونه ده چې د تمثيل په ډول ورځني واقعیتونه د خلکو ژوند، ناوړه دودونه د پند او عبرت اخيستنې لپاره خلکو ته وړاندې کوي.
په دې خپرونه کې د بیلابیلو سندرغاړو فولکلوري سندرې هم خپریږې.
Hindara (Mirror)
هنداره-دا د ښځو لپاره ځانګړې شوې خپرونه ده، چې د ښځو اړوند بېلابېل موضوعات په کې تر بحث لاندې نيول کيږي.
شنبه: د ښځو د حقوقي موضوعات
یکشنبه: روغتیایي موضوعات
دوشنبه: د ماشومانو ساتنه
سه شنبه:د ښځو رواني ستونزې
چهارشنبه: د ښځو پرمختګونه
د دې خپرونې له لارې اوریدونکي هڅول کیږي، چې خپلې پوښتنې په خپرونه کې موږ سره شریکې کړي.
Tolana aw Adalat (Society and Justice)
ټولنه او عدالت- ټولنه او عدالت یوه ټولنیزه خپرونه ده چې د افغانستان قانون په اړه په کې اورېدونکو ته بشپړ معلومات ورکول کيږي. همدارنګه د قانون پروړاندې د ولسي خلکو مسووليت په کې روښانه کيږي. په دې خپرونه کې اوریدونکي کولای شي خپلې پوښتنې له مدافع وکيل ښاغلي اجمل هوډمن څخه وپوښتي.
Karhana (Agriculture Program)
کرنه (کرنیزه خپرونه)- دا ثبتېدونکې خپرونه ده چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو له ۲:۰۰ تر ۴:۰۰ بجو پورې خپریږې.
د کرنې په خپرونه کې پر کرنیزو موضوعاتو خبرې اترې کيږي، همدارنګه په دې خپرونه کې کروندګر له بيلابيلو پرمختلليو مسايلو خبريږي، لکه د ماشین آلاتو د کارونې په برخه کې، د خاورې او د اوبو کارونه،د سرې کارونه، د فارمونو د ساتنې تجهیزات.
دا خپرونه د یو ستر هدف لپاره چې هغه د کروندګرو ښه روزنه، د هغوی ظرفيت لوړول او پر ځان بسيا کېدل دي، چمتو کيږي.
M4U
M4U ـ دا خپرونه له هرې شنبې تر پنج شنبې ۱:۰۰ تر۲:۰۰ بجو پورې په ژوندۍ بڼه خپريږي.
دا تفريحي او سندريزه خپرونه ده،چې افغاني، ایراني، هندي او عربي سندرې په کې خپریږي.
په خپرونه کې د پوښتنې په څیر يو لنډ کلیپ خپریږي او له اورېدونکو څخه پوښتنه کیږي، چې دا سندره د کوم سندرغاړي ده؟
Roshani
روشني- دا ژوندۍ خپرونه ده چې له شنبې تر پنجشنبې پورې هر سهار له ۷:۰۰ تر ۸:۰۰ بجو پورې خپريږي.
په دې خپرونه کې ټولنیز،سیاسي،اقتصادي،سپورتي او نور د ورځې مهم موضوعات تر بحث لاندې نیول کیږي. اورېدونکي کولای شي د ټاکل شوې موضوع په اړه خپل نظریات هم د ټيلفون له لارې شریک کړي.
Vitamin (Kh)
ویتامین خ- دا خپرونه له شنبې تر پنجشنبې پورې هر سهار له ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ بجو پورې په ژوندۍ بڼه خپريږي.
ویټامین خ ـ یوه تفریحې خپرونه ده چې تر ډيره په ترافيکي ګڼې ګوڼې راڅرخي او د خپرونې په لړ کې ځینې ټوکې ټکالې هم کیږي، چې د اورېدونکو پر شونډو موسکا راولي.
د خپرونې په لړ کې له اورېدونکو سره د ټیلفون له لارې د هغوی د ورځنيو چارو په اړه پوښتنې کيږي او د موټر چلولو پر مهال له ترافیکې قوانینو خبريږي.
Azmoon
آزمون- دا ژوندۍ خپرونه له شنبې تر پنج شنبې سهار ۹:۰۰ تر ۱۰:۰۰ بجو پورې خپريږي.
دا خپرونه هم د تفریحې خپرونو له ډلې څخه ده، چې د سندرو د خپریدو تر څنګ خبرې اترې او پوښتنې هم په کې کیږې. اورېدونکي هره ورځ ددې چانس لري چې اړیکې ونیسي، پوښتنو ته ځواب ووایي او جایزه وګټې.
Makhamakh
مخامخ- ژوندۍ خپرونه ده چې له شنبې تر پنجشنبې پورې له ۱۰:۰۰ تر ۱۱:۰۰بجو پورې خپريږي.
په مخامخ خپرونه کې پر بېلابېلو هغو تودو مسايلو د ګردي مېز په بڼه بحث کيږي، چې د افغانستان، سيمې او نړۍ پورې تړلي وي. په دې خپرونه کې سیاسې شنونکي،د احزابو غړي او مشران، د نظران خاوندان، عالمانو او نور... د ميلمنو په توګه برخه اخلي.