اصلي منځپانګه دانګل

د ټاکنو خپلواک کمېسون: خلک دې د ټاکنو ملي پروسې ترسره کولو کې مرسته وکړي

د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي: ټاکنې یوه ملي پروسه ده او ترسره کېدل یې د خلکو او امنیتي بنسټونو له همکارۍ پرته نا شونې دي.

د دې کمیسون رییس عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل: د راتلونکو ټاکنو «۹۰» فیصده بودیجه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او «۱۰» فیصده د حکومت لخوا ورکول کېږي.

 

د ټاکنو خپلواک کمیسون همداراز وايي، ټاکنې به د تابعیت تذکرو په اساس ترسره شي او د ثبت او احوال نفوس ادارې په دې برخه کې د چمتوالي خبر هم ورکړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسون ټینګار کوي چې کارونه یې په چټکی سره روان دي او ډاډ ورکوي چې رڼو ټاکنو ته به زمینه برابره کړي.