د غزني ولايت قره باغ ولسوال صاحب خان وايي، د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د خپلو وژل شوو کسانو په غبرګون کې د دريمې ورځې لپاره هم، د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
نوموړي له شیبه راډیو سره په خبرو کې وویل، له اعتراض کونکو سره په خبرو بوخت دي څو یاده لار د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د غزني قره باغ ولسوالۍ په شېر اباد سیمه کې، نا مالومو وسلوالو کسانو پر یوه کور برید وکړ، چې په کې د یوې کورنۍ دوه غړي ووژل شول، دوه یې ټپیان او همداراز دوه نور یې له ځان سره یوړل.