اصلي منځپانګه دانګل

ننګرهار: پولیسو دوه پاکستاني ځانمرګي بریدګر او دوه تنه د ځانمرګو واسکټونو جوړونکي نیولي دي

د ننګرهار امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي نن یو خبري کنفرانس کې وویل، دغه پاکستاني ځانمرګي بریدګر پیښور کې له روزنې وروسته ننګرهار ته رالیږل شوي وو. نوموړي وویل، یادو ځانمرګو په جلال اباد ښار او مومندرې ولسوالۍ کې د بریدونو پلان درلود؛هدف ته تر رسیدو مخکې پولیسو نیولي دي.

د کنفرانس په ترڅ کې نیول شوي ځانمرګي بریدګر ، د ځانمرګو واسکټونو جوړونکي او په بیلا بیلو جرمونو تورن نور نیول شوي کسان هم رسنیو ته وښودل شول. قومندان رحیمي وايي پولیسو کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د وسلو یوه زیرمه هم کشف او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې ترې ترلاسه کړي. نیول شوي عبدالرحمان او اعجاز احمد وايي، د پېښور د «تاهکال» اوسیدونکي، همالته روزل شوي او دلته طالبانو سره د یوځای کیدو په هدف رالیږدول شوي؛ خو په دې اړه ډېر مالومات نه لري. امنیتي مقامات وايي په تیرو پنځو اونیو کې د ننګرهار بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۱ د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.